د کابل غزني په لویه لاره د یو موټر د چپه کېدلو له امله نولس تنه ټپیان شوي دي.
د میدان وردګو ولایت د رسنیو دفتر د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي چې دغه پېښه تېره ماښام په یاده لویه لاره په میدان وردګو ولایت پورې اړوند سیمه کې شوې ده.
په خبرپاڼه کې د موټر ډول ۳۰۳ ښودل شوی او ویل شوي چې په ټپیانو کې دوه ښځې هم شاملې دي.
د سرچینې په وینا د پنځه ټپیانو روغتیايي حالت ښه نه دی.
د دغه پېښې د لامل په اړه څه نه دي ویل شوي.