مجاهد: د مولانا سمیع الحق په څېر نور نفوذي اشخاص هم باید د سولې پر بهیر ور ګډ شي

د افغانستان د سولې عالي شورا د سولې د ټینګښت په برخه کې د دیني او مذهبي مشرانو سلا مشورې مهمې ګڼي او له حکومته غواړي چې پر طالبانو نفوذي اشخاص د سولې په بهیر کې شامل کړي.

په داسې حال کې چې د طالبانو نوي مشرتابه د سولې خبرې د دښمن تبلیغات بللي؛ خو افغان حکومت سوله یوه اړتیا بولي او دې هدف ته د رسېدو لپاره هره خوا د مرستې لاس غځوي.

په پاکستان کې افغان سفیر جانان موسي زي د شنبې په ورځ په اکوړه خټک سیمه کې د جمعیت علماء اسلام له مشر او د حقاني مدرسې له مسوول مولانا سمیع الحق سره ولیدل او د سولې په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه ترې وکړه.

د سولې عالي شورا د افغان سیاستوالو دغه هڅې ستایي او وایي؛ د مولانا سمیع الحق په څېر نور نفوذي اشخاص هم باید د سولې پر بهیر ور ګډ شي.

د دې شورا سرپرست عبدالحکیم مجاهد د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د سولې لپاره باید هرلوری هڅه وکړي؛ ځکه چې نور د جنګ جګړو د دوام پلمه نه ده پاتې:

((دا چې د افغانستان حکومت دا ابتکار په لاس کې اخیستی دی او له داسې اشخاصو سره یې رابطه ټینګه کړې ده؛ زه باور لرم چې دا به د افغانستان په سوله باندې ښه اثر او اغیزه ولري؛ د افغانستان موجوده حالت د دې تقاضا نه کوي چې موږ نور هم د سیاسي مذاکراتو لړۍ پر شا واچوو او خبرو ته ولاړ نه شو.))

په اسلام آباد کې د افغانستان له سفارت څخه خپره شوې خبرپاڼه وایي چې مولانا سمیع الحق باید له خپل سیاسي او مذهبي نفوذ او قومي اعتبار څخه په استفادې د سولې لپاره هلې ځلي زیاتې کړي.

د مولانا سمیع الحق ویاند مولانا یوسف شا ویلي چې په اسلام آباد کې افغان سفیر سمیع الحق ته د افغان ولسمشر پيغام هم وروړی دی چې د سولې په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه ترې کړې ده.

ښاغلي سمیع الحق هم افغان سفیر ته د همکارۍ ډاډ ورکړی خو غوښتنه یې ترې کړې چې طالبانو ته د سولې له خبرو مخکې باید مهلت ورکول شي چې خپلې لیکې بیرته منظمې کړي.

د سولې عالي شورا بیا وایي، مولانا سمیع الحق طالبانو ته د مهلت ورکولو غوښتنه د دې لپاره کړې چې طالبان د رهبرۍ پر سر خپل اختلافات سره هوار کړي.

د ولسي جرګې دویم مرستیال نذیر احمدزی بیا وایي، سولې ته یې هیلې کمې شوي او حکومت باید د سولې په اړه خپله تګلاره بدله کړي.

دا چې ولې؟ نوموړی یې په اړه وایي.

((موږ به تر اخري سلګۍ پورې د سولې خبرو ته ادامه ورکوو، خو اوس مونږ دومره ډیر امید نه لرو، شپږ میاشتې کیږي چې د امنیتي سکتور لاسونه تړلي وو، مونږ د سولې په خاطر تعرض نه دی کړی او په دفاعي حالت کې وو، طالبانو او ګاونډیو هیوادونو ډيرې ژمنې وکړي خو موفقه نتیجه یې مونږ ونه لیدله، اوس مجبوره یو چې خپله لاره بدله کړو، دښمن نه غواړي چې سوله وکړي، ځکه که یې غوښتلی مونږ دوی ته شپږ میاشتې فرصت ورکړی وو.))

خو له دې ناهیلیو سره سره بیا د سولې عالي شورا وایي چې له طالبانو سره به د سولې دویم پړاو خبرې ډیر ژر وشي او دا مهال یې د ځای او کره نیټې په اړه کار روان دی.

د چارو څیړونکي او افغانان بیا تل په سوله ټینګار کوي او وایي چې وینه په وینې نه منیځل کیږي او جګړه ستونزې نه شي هوارولی.

راپور:اسدالله لودین کابل