کابل: په وروستیو حملو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۱ تنو ته ورسید

په کابل کې د اګست د ۷ نیټې په بریدونو کې د پنځلسو نورو کسانو د وژنې خبره تایید شوه چې په دې سره د دغو درېیو بریدونو د وژل شویو شمېر ۵۱ ته ورسید. پدغو بریدونو کې نژدې ۳۰۰ کسان ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ ادارې یا یوناما د حکومت پر مخالفو وسله والو غږ کړی چې پرعام میشتو سیمو بریدونه بند کړي.

د یوناما له خوا په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي نیکولاس هیسم له قوله ویل شوي چې د افغانستان خلک مقاومت لري؛ خو وایي، د کورنیو د غړو له لاسه ورکول په هیڅ ډول د توجیه وړ نه دي.

بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د کابل وروستي بریدونه غندلي او د طالبانو په ګډون پر ټولو وسلوالو ډلو یې غږ کړی چې په افغانستان کې له تاوتریخوالي لاس واخلي.

اعلامیه زیاتوي امریکا به یوې با ثباته او آرامې راتلونکي ته د رسیدو لپاره د افغانستان د هڅو ملاتړ وکړي.

په همدې حال کې د هند صدراعظم نریندرا مودي هم دا پیښي په کلکه غندلې او په کابل کې د تیرې ورځي پرله پسې بریدونه یې د کرکې وړ بللې دي.

د اګست اومې نیټه د کابل لپاره یوه خونړۍ ورځ بلل شوې ده.