د ننګرهار په مرکز جلال آباد کې یوې چاودنې دوه کسان ووژل او درې نور یې ټپیان کړل.
د دې ولایت د والي ویاند احمدضیا عبدالزي ازادي راډيو ته وویل چې چاودنه نن څلور بجې د جلال آباد ښار د سرخرود ولسوالۍ په دوه سړکه سیمه کې وشوه.
چاودنه د پولیسو د تلاشۍ ځای ته نږدې وشوه؛ خو عبدالزی وایي چې په دغو وژل شوو کې یو د ترافیکو پولیس او یو عام وګړی او په ټپیانو کې یو پولیس او دوه عام وګړي شامل دي.
تراوسه د چاودنې څرنګوالی معلوم نه دی او مسوولیت یې هم چا نه دی منلی.