ناټو وایي چې په کابل کې د تېرې شپې د انتحارې حملې له امله یې د غوڅ ماموریت یو سرتیری او اته ملکي قراردادیان وژل شوي دي.
ناټو په یوه خبرپاڼه کې د وژل شوو کسانو هویت نه دی ښودلی.
دا حمله تېره شپه د درېیو وسله والو له خوا دکابل د قصبې په سیمه کې د ایتلافي ځواکونو په مرکز وشوه.
خو له دې مخکې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د کابل د پولیسو د اکاډمۍ مخې ته د تېرې شپې په انتحاري حملې کې له ۴۰ ډېرو محصلینو او عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې دا پېښه په سختو ټکو غندل شوې او ویلي دي چې له مخالفینو به د دې خونړۍ حملې غچ واخلي.