السیستاني: د عراق صدراعظم باید اداري فساد ته د اوسپنې سوک ورکړي

د عراق د شیعه و، لوی مشر ایت الله علي السیستاني د دې هېواد پر صدراعظم ږغ وکړ چې اداري فساد ته د اوسپنې سوک ورکړي.

علي السیستاني پرون (جمعه) وویل چې صدراعظم حیدر العبادي باید د اداري فساد پر ضد زیات کار وکړي.

د عراق په مرکز بغداد او لوي ښار بصره کې پرون په زرهاوو کسانو د اداري فساد پر ضد لاریونونه وکړل.

د عراق صدراعظم پر فیس بوک لیکلي چې د ایت الله علي السیستاني د لارښوونې په رڼا کې به فعالیت کوي او ژمنه یې کړې چې د اداري فساد پر ضد د مبارزې یو هر اړخیز پلان به اعلان کړي.

صدراعظم العبادي له سیاسي کړیو وغوښتل چې د اصلاحاتو په عملي کولو کې مرسته ورسره وکړي.

په عراق کې هوا ډېره ګرمه ده د سانتي ګرېډ ۵۰ درجو ته په ځینو برخو کې رسیدلې ده او د بریښنا پارچوي خلک په غصه کړي دي.