امریکا روسیې ته د ایران د سپاه پاسداران د انقلاب قدس د څانګې د مشر سفر څېړي

په ملګرو ملتو کې د امریکا سفیره؛ سمانتا پاور وایي، د امریکا متحد ایالتونه هغه راپورونه څیړي چې وایي د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د قدس څانګې قوماندان په وروستیو کې د ملګرو ملتو د بندیز سربیره روسیې ته سفر کړی دی.

ایراني چارواکو رویټرز اژانس ته ویلي دي چې تورن جنرال قاسم سلیماني د تیرې میاشتې په وروستیو کې په ماسکو کې له روسیي چارواکو سره کتلي او له هغوی سره یې د S-300 توغندیو په اړه خبرې کړې دي چې ایران ته یې ورکړي.

فاکس خبرې اژانس خبر ورکوي چې سلیماني د روسیې له ولسمشر ولایمیر پوټین سره کتلي دي. کریملین دا راپور ردوي، خو رویټرز اژانس وایي چې د امریکا امنیتي سرچینې د دې غونډې تایید کوي.

پوار وایي چې د ملګرو ملتو د بندیز له مخې ټول هېوادونه باید د ایران دغه جنرال ته اجازه ورنه کړي چې د دوی خاورې ته داخل شي او یوازې په هغه حالت کې اجازه ممکنه ده چې امنیت شورا پریکړه وکړي.

د سپاه پاسدران انقلاب د قدس ډله ترورستي ډله بلل شوې ده او سلیماني له ۲۰۰۷ کال راهیسې د ملګرو ملتو په تور لست کې شامل دی.

فاکس خبرې اژانس د امریکایي استخباراتي سرچینو په وینا وایي چې سلیماني د جولای په ۲۴مه مسکو ته تللی و؛ څو له ولسمشر ولادیمیر پوټین او د روسیې له دفاع وزیر سرګي شویګو سره وګوري.