سياف: طالبان دې له ملت سره ملګري شي

Your browser doesn’t support HTML5

پخواني جهادي رهبر او د افغانستان د اسلامي دعوت ګوند رییس عبدرب رسول سیاف له وسله والو طالبانو وغوښتل چې له جګړو لاس په سر او له افغان ملت سره یوځای شي. ښاغلي سیاف دا خبرې د جمعې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وکړې. نوموړي همداراز له حکومته وغوښتل چې د امنیت د تامین او د اداري فساد په وړاندې د مبارزې په برخه کې ډېره پاملرنه وکړي.