داعش په سوريه کې د عيسويان په ګډون ګڼ شمېرملکيان تښتولي دي

اسلامي دولت سخت دريځې ډلې په سوريه کې د عيسويان په ګډون ګڼ شمېرملکيان تښتولي دي.

له هغه وروسته چې د اسلامي دولت سخت دريځو د سوريې په مرکز کې ستراتيژيک ولايت حمص ونيوی، د لږترلږه ۶۰ عيسويانو په ګډون يې ۲۳۰ ملکي وګړي تښتولي دي.

د لندن مېشتې سوريې د بشري حقونو د څارادارې په وينا، دغه ملکيان پرون (د پنجشنبې په ورځ) په القرياطين ښارکې له هغه وروسته نیول شوي چې دغه ښار د داعش له خوا د چار شنبې په ورځ ونیول شو.

د څارونکې ډلې د دفتر مشر رامي عبدالرحمان وويل، تښتول شوي کسان له حکومت سره د همکارۍ په تور د داعش له خوا مطلوب وو.

ګڼ شمېرعيسويان له حلب څخه القرياطين ته د پناه په مقصد تښتېدلي وو.