روسیي روبل د روان میلادي کال له پیله راوروسته تربل هر وخت د ډالر او ایرو په وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړ.
تیره ورځ یوه ایرو په اویا روبله او یو ډالر څلور شپیته اعشاریه څلور روبله تبادله شو.
د روبل د ارزښت ټیټیدل د روسیې له اقتصاد سره ارتباط لري چې د تیلو د بییو د کمیدو او د لویدیځ له لورې پر دغه هیواد د اوکراین د لانجې لپاره د لګیدلو بندیزونو له کبله خراب شوی دی.
روبل تیر کال خپل نژدې نیمایي ارزښت له لاسه ورکړ خو روان کال د انرژۍ د بییې له زیاتیدو سره بیرته د روبل ارزښت لږ لوړ شو.
روسیي چارواکي اټکل کوي چې سږکال به یې اقتصاد شاوخوا دوه اعشاریه اته فیصده متاثره شي، خو د پیسو نړیوال صندوق وایي چې د لویدیځ د اقتصادي بندیزونو له دوام سره به د روسیې کورني خالص عواید د څو کلونو په ترڅ کې نهه په سلو کې راکم شي.