چارواکي په فاریاب کې د (۱۴۰) تنه دولت مخالفه وسله والو د تسلیمي خبر ورکوي.
په ولسې جرګه ګې د فاریاب استازي نقیب اله فایق ازادي راډیو ته وویل چې په لسګونو کسان په المار ولسوالۍ کې له دولتي ځواکونو سره یوځای شول:
((امین بیګ د المار په قرایي کې له خپلو وسلو او نژدې سلو کسانو سره هغه وخت له امنیتي ځواکونو سره یوځای شو چې امنیه قوماندان او د ملي امنیت کسان المار ولسوالي ته ورغلي وو.))
د نقیب اله فایق په وینا د چهارشنبه په ورځ یوه بله څلویښت کسیزه ډله د پیرمحمد قوماندان په مشرۍ په پشتون کوټ ولسوالي کې تسلیم شوه.
د فاریاب د ولایتي شورا غړیو د ۱۴۰ کسانو د تسلیمي خبرتایید کړ او ازادي راډیو ته یې وویل چې داسې هیلې شته چې په لنډ راتلونکي کې نور دولت مخالفه ځواکونه هم د سولې له بهیر سره یوځای شي.
طالبانو او نورو دولت مخالفه وسله والو تراوسه د دغو ادعاو په اړه څه نه دې ویلي.