د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي چې د اسلامي دولت ډلې داعش یوه پنځه کسیزه ډله یې په کابل کې د دې ډلې د جلب او جذب له مسوول سره یوځای نیولې ده.
د ملي امنیت ریاست مطبوعاتي دفتر نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش له خوا عبدالفتاح نومې ته دنده ورکړل شوې وه چې خلک خپلو لیکو ته جذب کړي او د دې ډلې د پوځي زده کړو مرکزونو ته یې ولیږي.
په دې اعلامیه کې همدا راز راغلي یو شمېرهغه ځوانان چې له داعش سره د یو ځای کیدو په تور نیول شوي دي اعتراف کوي چې د فیس بوک له لارې دې ډلې ته جذب شوي و.