د سولې عالي شورا وايي، د سولې د دویم دور رسمي خبرو لپاره پوره چمتوالی لري او اجنډا به یې بدله نه کړي.
د دې شورا یوه غړي او د سولې د مرکچي پلاوي مشر حاجي عزیزالله دین محمد ازادي راډيو ته وویل چې افغان حکومت به په دویم دورخبرو کې که په هغو موضوع ګانو ټینګار کوي چې تېر ځل رسمي خبرو کې پرې موافقه شوې وه:
((اجنډا به هماغه څه وي چې زموږ او دوی ترمنځ تفاهم پرې شوی دی.
هغه څه دي چې د طالبانو خپل هغه مشترکه کوم مشکلات او هغه شیان چې هغوی غوښتل چې ورباندې خبرې وکړي هغه په خپل ځای باندې دي.))
د سولې تر لومړي دور رسمي خبرو وروسته افغان مرکچي پلاوي وویل چې په دویم دورخبروکې به دواړه لوري د خپلو غوښتنو فهرست برابروي او دوی به هڅه کوي چې د اوربند مسله مطرح کړي.
تمه وه د سولې دویم دور رسمي خبرې د جولای په وروستیو کې وشي خو د طالبانو په رهبرۍ کې بدلون دا خبرې وځنډولې او په دې وروستیوکې پاکستاني چارواکو ډاډ ورکړی چې دا خبرې به ډېر ژر پیل شي.