د اوکراین حکومت نن د اداري فساد په اړه په څيړنو کې، د دې هېواد تښتیدلی ولسمشر، ویکتور یانکوویچ وراحضار کړی دی.
د اوکرایین دولتي ورځپاڼې ویلي چې ویکتوریانکوویچ باید د اګست په یوولسمه په کییف کې د لوی څارنوال دفترته ورشي او د اداري فساد د یوې دوسیې په اړه معلومات ورکړي.
د اوکرایین لوی څارنوال تیره اونۍ وویل چې د ویکتور یانکوویچ د غیابي محاکمې بهیر پيل شوی دی.
پر ویکتور یانکوویچ تورلګیدلی چې د جمهوري ریاست پر مهال يې په دولتي پيسو لکس موټر، کورونه او نورقیمتي شیان اخیستي دي.