د فرانسې دفاع وزیر نن وویل، حکومت به یې روسیې ته لږترلږه یو اعشاریه دوه ملیارده ایرو د 2 جنګي مسټرال بیړیو د معاملې د لغوه کولو له امله ورکړي.
د فرانسې دفاع وزیرنن وویل، د روسیې او فرانسې ولسمشرانو پرون په دې اړه خبرې کړې او نورجنجال نه ورباندې کوي.
فرانسې ویلي چې د دې بیړیو تراصلي نرخ کمې پيسې به روسیې ته ورکړي ځکه چې بیړۍ نه دي تکمیل شوي او قرارداد ېې د کار تر بشپړیدو مخکې ځنډول شوی وو.
د فرانسې حکومت تیرکال د کرایمیا د الحاق او په اوکرایین کې د روسیې د لاس وهنو له امله پرمسکو د 2 مسترال، جنګي بیړیو د خرڅولو پریکړه لغوه کړه.
فرانسې په 2011 [میلادي] کال کې پر روسیې د دې بیړیو د خرڅولو پریکړه کړې وه چې 1 اعشاریه 3 ملیارده ډالر ارزښت یې درلود.