ایراني مشران، د سوريې د کړکیچ د ختمولو لپاره منځګړیتوب کوي

ایراني مشرانو پرون وړاندیز وکړچې د سوريې د کړکیچ د ختمولو لپاره به منځګړیتوب وکړي او ډېرژربه د سوریې د سولې پلان م م ته وړاندې کړي.

د ایران ولسمشرحسن روحاني دا خبره پرون د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر ولید المعلم سره په تهران کې په غونډه کې وکړه.

روحانی وویل، موږبه له ټول سیاسي قوته چې په لاس کې یې لرو کار واخلو چې سوریې ته بېرته امن و او ثبات ور وګرځي.