افغان ولسمشر په هند کې د ترافیکي پیښې د قربانیانوله کورنیو سره خواخوږي وښوده

د افغانستان ولسمشرمحمد اشرف غني په هند کې د دوو اورګاډو د ټکرپه پيښه کې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

په هند کې پرون د دوه ریل ګاډو په ټکر کې ۱۹ مړه او سل هاوو تنه زخمیان شوي دي.

رپوټونه وايي چې دواړه ریل ګاډي پرون پرداسې پله چې سیل وران کړی وو، د تیریدو پرمهال سره وجنګیدل.

د ولسمشرد مطبوعاتي دفترخبرپاڼه وايي، ښاغلی غني پرون د هند حکومت او خلکو ته د خواشینۍ پيغام استولی دی.