داعش: که مصر زموږغوښتنې ونه مني، تښتول شوي وګړي به ووژنو

په مصرکې د اسلامي دولت ډلې یا داعش سره تړلې یوې ډلې خبرداری ورکړی چې که د مصرحکومت په ۴۸ ساعتونو کې د دوي غوښتنې ونه مني، هغه کرواتی وګړي به ووژني چې څو ورځې مخکې یې تښتولی دي.

وسله والو کسانو د یوه فرانسوي شرکت دا مامورچې د سینا په سیمه کې په کار لګیا وو، د جولای په ۲۲ وتښتاوو.

د [سینا ولایت ډله] په نوم وسله والې ډلې په یوه ویډيويي پیغام کې چې پر انټرنټ خپور شوی، ویلي چې برمته شوی سړی تومیسلاو سالوپک نومیږي.