د پکتیا ولایت په سلګونه ځوانانو او د مدني ټولنو فعالانو نن په هېواد کې د روانو جګړو او وینې تویدنې او د ډیورند کرښې په اوږدو د پاکستان د تاسیساتو د جوړولو په غبرګون مظاهره وکړه.
دوی پاکستان ته خبرداری ورکړکه د افغانستان په چاروکې له لاس وهنې او په سرحدي سیمو کې د تاسیساتو له جوړولو لاس وا نه خلي له سختو غبرګونونو سره به مخ شي.
مظاهره کوونکو له حکومت هم وغوښتل چې د خلکو ترغبرګون ښودلو د مخه په دې برخه کې لاس په کار شي.
دا مظاهره په داسې حال کې کېږي چې څه موده وړاندې د ډيورندډ کرښې په اوږدو د پاکستاني پوځ او ملیشو له خوا د یو شمېر تاسیساتو د جوړولو خبرونه خپاره شوی ول.