سلګونو کونړیانو د طالبانو د نوي مشر وروستۍ څرګندونې وغندلې

د کونړ ولایت سلګونو اوسیدونکو د یوې مظاهرې په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د نوي مشر هغه څرګندونې چې د جګړې پر دوام یې ټینګار کړی وغندلې.

مظاهره کوونکو ویل افغانان نور له جنګه ستړي شوي او وسله وال طالبانبایدد سولې لار خپله کړي.

دوی له ګاونډیو هېوادونو څخه هم وغوښتل چې په افغانستان کې د روان جنګ د ختمولو په هدف د افغان حکومت سره د سولې د تامین په برخه کې مرسته وکړي.

دا په دا سې حال کې ده چې د طالبانو نوي مشر ملا اختر محمد منصور ته په یوه منصوب غږیز پیغام کې د سولې خبرې د دوی په اصطلاح د دښمن تبلغات بلل شوي او د جګړې پر دوام یې ټینګار کړی دی.