ډ ټاپي پروژې کار د روان کال په ډسمبر کې پیلږي

پاکستاني چارواکي وايي، د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د ګاز د نل لیکې؛ د جوړولو کار به د روان 2015 میلادي کال په ډسمبر کې پیل شي.

دا نل لیکه د افغانستان او پاکستان په خاوره کې تیریږي چې په کسپین سمندرګي کې د ترکمنستان طبعیي ګاز به تر هنده ورسوي.

د ټاپي [TAPI] پروژې تخنیکي کار په افغانستان کې د روانو ناکراریو له امله ځنډیدلی و. خو د پاکستان د صدراعظم د دفتر خبرپاڼه وايي؛ د ترکمنستان چارواکو پرون ویلي چې په ډسمبر کې به د نل لیکې لپاره د ځمکې کېندل پیل شي.

د دې پروژې لګښت ۱۰ میلیارده ډالر اټکل شوی او د اسیاپراختیايي بانک یې تمویلوي.