ولسمشر محمد اشرف غني وايي؛ په افغانستان کې د سولې لپاره نوې لارې پرانیستل شوې او پر وسله والو ډلو یې ټینګار کړی چې مخالفت له سیاسي لارې حل کړي:
((زما تاکید پر دې دی چې موږ باید خپل سیاسي مشکل له طالبانو سره حل کړو او د مذاکرې پر میز یې حل کړو.))
ولسمشر پرون (دوشنبه) له یو شمېر خبریالانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
ښاغلی غني وویل چې د پاکستان له صدراعظم او لوی درستیز سره پر وروستیو سیاسي بدلونونو ږغیدلی دی.