په ایران کې د افغان ماشومانو لپاره د زده کړو په سر لګیدلی بندیز لرې شو.
د ایران د کډوالو چارو وزارت د بهرنیو کډوالو ادارې نن اعلان کړی چې د دې اسانتیا له مخې به د هغو افغانانو ماشومان چې تحصیلي اسناد نه لري؛ لومړی ثبت او بیا په ښوونځیو کې د زده کړو اجازه تر لاسه کړي.
دې ادارې اعلان کړی چې په دې ډله کې یواځې هغه ماشومان شامل دي چې په ایران کې له پخوا میشت شوي دي.
له دې مخکې په ایران کې د افغان ماشومانو لپاره د زده کړو ډېر سخت شرایط وضع شوي وو او ډېر دغه ماشومان له زده کړو محروم پاتې وو.