جنرال جنګل باغ د کندز نوی امنیه قومندان وټاکل شو

جنرال محمد قسیم جنګل باغ د کندز نوی امنیه قومندان وټاکل شو.

ښاغلی جنګل باغ نن د کورنیو چارو وزارت د یوه پلاوي له خوا د کندز ولایت امنیتي او محلي چارواکو ته د نوي امنیه قومندان په توګهورمعرفي شو.

جنګل باغ وویل، پوره هڅه به وکړي چې لومړی د امنیتي ارګانونو ترمنځ همږغي رامنځته او د وسله والو مخالفینو د ځپلو په هدف پراخ پلانونه طرحه او ترتیب کړي.

دا په داسې حال کې ده چېد تیروڅو میاشتو راپه دې خوا په دغه ولایت کې د وسله والو مخالفینو فعالیتونه زیات شوي دي.