زرګونو اسراییلیانو پرفلسطینیانو د یهودو د وروستۍ حملې پرضد مظاهره وکړه

زرګونو اسراییلیانو پرون ناوخته پرفلسطینیانو د یهودو توندلارو د وروستۍ حملې او دغه رازد همجنسپالو پرضد مظاهره وکړه.

زرګونو اسراییلیانو پرون ناوخته پرفلسطینیانو د یهودو توندلارو د وروستۍ حملې او دغه رازد همجنسپالو پرضد مظاهره وکړه.

یوه توندلاري یهود د پنجشنبې په ورځ په اسراییل کې د همجنسپالو د لاریون په ترڅ کې شپږ تنه په چاقو ووهل.

له دې پېښې څو ساعته وروسته، څو نورو توندلارو یهودانو په لوېدیځه غاړه کې د یوه فلسطیني کورته اور ورته کړ چې په نتیجه کې یې یو اتلس میاشتنی ماشوم ووژل شو او څلورکلن وروریې له مور او پلار سره سخت ژوبل شول.

شاوخوا دوو زرو تنو په پروني لاریون کې برخه لرله.