د امریکا د کلیفورنیا ایالت والي یا ګورنرپه داسې حال کې چې د دغه ایالت د شمالي برخو په ځنګلونوکې تر ۲۰ ځایه زیات اور بل شوی، اضطراري حالت اعلان کړ.
جیري براون پرون د اضطراري حالت حکم صادر کړ، ویې ویل چې د کلونو وچکالۍ او سخته هوا د دې سبب شوې چې اور خپور شي.
شاوخوا ۸ زره اور وژونکي هڅه کوي چې د اورمخه ونیسي.
چارواکي وايي چې د اطفاییې یوکارکوونکی پرون د اور وژلو په ترڅ کې ووژل شو.