پرون د یمن صدراعظم خالد بحاح په سعودي عربستان کې له تبعید وروسته بیرته د یمن بندري ښارعدن ته ستون شو.
وروسته له هغې چې سیمه ییزو جنګیالیو د جولای د میاشتې په نیمايي کې د ایران ملاتړ لرونکي حوثي یاغیان له عدن څخه وویستل، بحاح د یمن د تبعیدې حکومت تر ټولو لوړ پوړی چارواکی دی چې عدن ته ستنیږي.
په عدن کې د هوايي ډګرچارواکو ویلي چې بحاح د سعودي عربستان په یوالوتکه کې چې له ریاضه الوتې وه په سیمه ییز وخت غرمه مهال عدن ته ورسید.
عربي تلویزوني شبکې وايي، د یمن د کابینې یوشمېروزیران هم له نوموړي سره یمن ته ستانه شوي دي.