د حقاني شبکې د مشر، جلال الدین حقاني د مرګ خبر تائید شو.
د پاکستان د استخباراتو د ادراې یوه غړي د نوم د پټ پاتې کېدو په شرط؛ پرون (جمعه) په جنوبي وزیرستان کې د مشال راډيو خبریال ته وویل چې جلال الدین حقاني په خپل مرګ مړ شوی دی.
په اسلام اباد کې د مشال راډیو مشر عالم زیب خان وايي:
((جلال الدین حقانی له ننه، یونیم کال وړاندې په خپل مرګ مړ شوی و او بیا په افغانستان کې خاورو ته سپارل شوی و. دی له ملا محمد عمر نه وروسته، دوهم مهم سړی و.))
دا خبر د افغان طالبانو یوه لوي غړي چې نوم یې پټ ساتل شوی؛ تائید کړی دی.