د ملامحمدعمر د مړینې له تایید وروسته د طالبانو د مشر په توګه د ملا اخترمحمدمنصور د ټاکنې پرسر ژور اختلاف رابرسېره شوی.
د کوټې د شورا غړی ملاحسن روحاني وايي، د طالبانو د نوي مشر په توګه باید د ملامحمد عمر زوی غوره شوی وای نه ملااخترمحمد منصور چې ټاکنه یې پرون اعلان شوه.
ښاغلي رحماني له آزادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، دی او د کوټې د شورا اکثر غړي د ملاعمر پرځای د ملامنصور له ټاکل کېدو څخه ناراضه دي.
رحماني چې په ملاحسن آخند مشهور دی، د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د کندهار والي او د ملاعمر له نژدې کسانو څخه و، او اوس مهال د طالبانو د مشرتابه شورا- د کوټې شورا غړی دی.
رحماني چې له کوټې څخه خبرې کولې وویل د ملاعبدالرزاق آخند او ملاعبدالقیوم ذاکر په ګډون ډېری طالب مشران د ملاعمر ۲۳ کلن زوی مولوي یعقوب د پلار د مقام لپاره وړ بولي.
د ملاعمر د مړینې له اعلانېدو وروسته د طالبانو او افغان حکومت ترمینځ د سولې خبرې هم وځنډېدې. ملا رحماني وویل چې د سولې په مسئله کې د ملا منصور او نورو طالبانو ترمینځ اختلاف نشته، خو نوموړي ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د شریعت انفاذ لاهم د طالبانو مهم شرط دی.