د تخار سرپرست والي خبرداری ورکوي چې که حکومت د ده پر وړاندیزونو جدي غور ونه کړي نو د دې ولایت درې ولسوالۍ ښايي سقوط وکړي.
عبداللطیف ابراهیمي پرون آزادۍ راډیو ته وویل چې په اشکمش، درقد او خواجه غار ولسوالیو کې د وسله والو مخالفینو او د افغان امنیتي ځواکونو ترمینځ روانې دي.
((موږ د دفاع او کورنیوچارو وزارتونو او د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته خپل وړاندیزونه استولي. هیله ده چې چارواکي د تخار اساسي ستونزو ته پاملرنه وکړي څو موږ دلته په راتلونکي کې کومه ناوړه پېښه ونه وینو.))
د تخار سرپرست والي همداراز وویل چې له دریو ورځو را په دې خوا جګړه روانه ده خو دوی تراوسه له مرکز څخه عملي اقدامات نه دي لیدلي.