ترکیه: کرد پلوی مشر صلاتین د وسله وال پاڅون لپاره د خلکو په پارولو تورن شو

ترکي څارنوالانو د اپوزیسیون د یوه کردپلوي ګوند د مشر په اړه تحقیقات پیل کړي دي.

د کرد پلوي- د خلکو د ډیموکراټیک ګوند مشر صلاتین ډیمیرتاس Selahattin Demirtas د ۲۰۱۴ کال په اکتوبر میاشت کې د هغو اعتراضونو په ترڅ کې چې په نتیجه کې یې لسګونه کسان ووژل شول؛ د وسله وال پاڅون لپاره د خلکو په پارولو تورن شوی دی.

د اناتولیه رسمي خبري آژانس د خبر له مخې که دا مساله محکمې ته راجع شي؛ دیمیرتاس تر ۲۴ کلونو پورې په بند محکومېدای شي.

دیمیرتاس مخکې له فرانسپرس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي وو چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پرضد د ترکیې د حکومت عملیات هغه نمایش دی چې اصلي هدف یې د کردستان د کارګرانو د ګوند پي کې کې ځپل دي.

په همدې حال کې راپورونه وايي چې د ترکیې جنګي الوتکو پرون یوځل بیا د پي کې کې پر سنګرونو بمباري وکړه. دا حملې وروسته له هغه کېږي چې د ترکیې پر امنیتي ځواکونو په حمله کې پنځه تنه ووژل شول. انقره وايي چې دا حمله پي کې کې کړې وه.