روسیه: یوشمېرهېوادونو د ژمني المپیک په ترڅ کې د یوې تروریستي حملې په شنډولو کې مرسته کړې

د روسیې د کورني امنیت ادارې مشر وايي؛ متحدوایالاتو، ګرجستان او د لویدیځې اروپا څو هېوادونو په سوچي کې د ژمني المپیک په ترڅ کې د یوې تروریستي حملې له شنډولو سره مرسته وکړه.

د سوچي المپیک لوبې په داسې وخت کې ترسره شوې چې د چیچنیا په ګډون د روسیې د قفقاز له جمهوریتونو څخه افراطي وسله والو د تروریستي حملو پلانونه جوړ کړي وو؛ خو روسیې د دې حملو د مخنیوي لپاره په استثنايي ډول سخت امنیتي تدابیر ټینګ کړي وو چې د سوچي ګردچاپېر د فولادو د کړۍ په نوم یادېدل.

د روسیې د کورني امنیت د ادارې اف اس بي FSB مشر نیکولای بورتنیکوف پرون وویل؛ د دې لوبو په جریان کې موږ د ګڼ شمېر هېوادونو په تېره د فرانسې؛ جرمني، اتریش او امریکا له حکومتونو سره په ګډه په دې وتوانېدو چې د المپیک د لوبو پر اړوندو ودانیو د حملو هغه لړۍ شنډه کړو چې د جوړېدو په حال کې وې.

بورتنیکوف خبریالانو ته په څرګندونو کې په دې اړه نور جزییات ورنه کړل.