افغان چارواکي د ځینو ولسوالۍ د سقوط لامل تکتیکي شاتګ بولي

د افغانستان د دفاع وزارت،د طالبانو له خوا د یو شمېر ولسوالیو د سقوط موضوع ردوي او وايي چې افغان ځواکونو د ملکي خلکو د خوندیتوب لپاره په یو شمېر سیمو کې، تکتیکي شاتګ کړی دی.

د دې ځواکونو مسوولینو د پنجشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل، افغان ځواکونه په ځینو سیمو کې روانو ناامنیو متوجه دي او تدابیر يې نیولي چې د طالبانو په ولکه کې یو شمېرسیمې، بیرته ونیسي.

کارپوهان وايي، د افغان ځواکونو دغه شاتګ په ځینو سیمو کې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې سبب شوی دی.

همدارنګه دوي د امنیتي ځواکونو ترمنځ په همغږۍ تاکید کوي.

تفصیل د خان محمد سیند په راپور کې اورو:

Your browser doesn’t support HTML5

افغان چارواکي د ځینو ولسوالۍ د سقوط لامل تکتیکي شاتګ بولي