طالبانو د هلمند د موسی کلا ولسوالۍ د نیولو لپاره حملې پیل کړي دي

راپورونه وایي، طالبانو د هلمند د موسی کلا ولسوالۍ د نیولو لپاره بریدونه پیل کړي دي.

د پولیسو یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو د ولسوالۍ پر ودانۍ له نږدې سیمې ډزې پیل کړي او که دغې ولسوالۍ ته مرستې و نه رسیږي نو ښایې سقوط وکړي.

تردې مخکې د نوزاد ولسوالۍ د سقوط خبرهم ورکړل شو. د هلمند امنیه قومنداني د نوزاد د سقوط خبره ردوي او وایي چې امنیتي ځوکونو تکتیکي شاه تګ کړی دی.

افغان ځواکونه او طالبان وایي چې د نوزاد په جګړې کې يې یو بل ته درانده تلفات اړولي دي.