د الوتکې د وزر یوه ټوټه چې د هند د سمندر یوه ټاپو ته اوبو وړې پرون پیدا شوه

د الوتکې د وزر یوه ټوټه چې د هند د سمندر یوه ټاپو ته اوبو وړې او پرون پیدا شوه، د بوینګ ۷۷۷ هغې ماډل الوتکې پورې تړلې چې یوه یې د مالیزیا په هوایي شرکت پورې تړلې وه او څه باندې یوکال مخکې په مرموز ډول ترۍ تم شوه.

یوه امریکایي چارواکي وویل، د هوایي مصونیت پلټونکي ډیر ډاډه دی چې د هغې الوتکې له ټوټې اخیستل شوی تصویر چې د فرانسې د ریونیون په ټاپو کې پیدا شوې، هغه به د بوینګ ۷۷۷ ماډل الوتکې د وزر ځانګړې ټوټه وي.

د فرانسې مسول چارواکي هم د دغې دوه متره اوږدې موندل شوې ټوټې په اړه څیړنه کوي.

د مالیزیا د هوایي شرکت دغه الوتکه چې ۲۳۹ سپرلۍ یې درلودې، د ۲۰۱۴ کال په مارچ کې هواته له پورته کیدو یوساعت وروسته تری تم شوه او داسې وانګیرل شوه چې هغه به د هند په سمندرکې راغورځیدلې وي او ټوله سپرلۍ یې وژل شوې ده.