د هورمونونو استعمال ورزش کوونکي وژلی شي!

طبیبان وايي چې د زړه حمله اکثره په عمرخوړلوکسانو راځي خو کله مو اورېدلي چې په چا په ځوانه ځوانۍ کې راغلي وي؟

په نننۍ تاندې څانګې کې یو ډاکټرد دوو ورزش کوونکو کیسه راته کوي چې په ځوانه ځوانۍ يې د زړه رګونه بند شوي وو او د زړه شدیده حمله پرې راغلې وه.

که تاسې هم له هغو ځوانانو يئ چې د اندام ښکلا ورزش یا په اصطلاح باډي بلډينګ مو خوښيږي او غواړئ اندام مو جوړ کړئ نو دا تاندې څانګې مو له ځينو هغو خبرو خبروي چې ستاسې ژوند ژغورلی شي.

د اندام ښکلا ورزش چې زیبايي اندام یا باډي بلډينګ يې بولي د ځينو ځوانانو د خوښې ورزش دی، څوک له فلمونو متاثره شوي او غواړي دوی هم د فلمي ستورو په څېر قوي، پړسېدلې مټې او راوتلې سينه ولري چې جذاب ښکاره شي او څوک بیا د خپل ځان د سلامتیا لپاره د دغه ورزش په کولو سره د وجود اندام جوړوي. د دغه ورزش د پوهانو په خبره که چېرې په طبعي ډول د وجود د غړو ښکلي کول یا برجسته کول غواړو نو ښايي څو کلونه وخت واخلي خو په مصنوعي لاره دې هدف ته په څو میاشتو کې رسېدلی شو... طبعي او مصنوعي ډول يې څنګه وي؟

طبعي ډول يې دا دی چې د بدني ښکلا ورزش به کوې او صبر به کوې چې ورو ورو دې د وجود غړي برجسته او ډډ شي خو مصنوعي ډول يې دا دی چې ځينې هغه ګولۍ، پوډر او پيچکارۍ به ځان ته کوې چې قوي پروټين او هورمونونه ولري. پروټين او هورمون فرق سره لري، پروټين خو د نن سبا ورزشکاران په ښکاره اخلي او په ښار بازار کې ازاده خرڅيږي خو هورمون لرونکي پېچکارۍ، ګولۍ او سپرې بیا پټې خرڅيږي چې په اسانه یې کوم ورزشکار په اړه خبرې نه کوي. د کابل اوسيدونکي میرافضل وايي چې د بدني ښکلا ورزش کوي او پروټين کاروي، دی وايي همدا پروټين دي چې د یوه ورزشکار لپاره بشپړ غذا ده او وجود یې ورسره قوي کیږي.

د کابل قوای مرکز اریا مارکيټ ته چې بوش بازار يې هم بولي د پروټينو د خرڅلاو یوه دوکان ته ورغلم، ډول ډول ګولۍ او د پروټينونو ډبي پکې ايښي وو، دوکاندار یې عبدالقاهر نوميده، ده ویل چې له دوی يې د ځوانو ورزش کوونکو په ګډون د اندام ښکلا ورزش د کلپونو استادان هم وړي، ده همدا راز ویل چې پروټين بې ضرره او ګټور دي.

خير.. د عبدالقاهر خو همدا تجارت دی او څوک پخپل زیان خبره نه کوي. خو ډاکټر محب الله زغم یې له خبرې سره ندی جوړ، دی مو د ۲۰۱۲ کال په امریکا کې د پروټينو د کارولو له یوې داسې پېښې خبروي چې نږدې پنځوس زره کسان يې ناروغ کړي وو، ښاغلی زغم وايي چې د پروټينو جوړوونکې کمپنۍ قصداً پر بوتلونو د ځينو هغو جانبي عوارضو لرونکو موادو یادونه نه کوي چې د معدې سرطانونه پېدا کولی او د سترګو نظر له منځه وړلی شي.

دی زیاتوي چې د پروټينو پر بوتلونو لیکل شوي مالومات کره نه وي نو ځکه پرې باور کول سادګي ده.

د بريتانيې هېواد د غذايي رژيم ټولنې BDA د مالوماتو له مخې د پروټينو ډير کارول بډوډي او ځيګر زیانموي چې د وخت په تېرېدو سره يې جانبي عوارض رابرسېره کیږي. احمد شکيب هم هغه ځوان دی چې پخوا يې د خپل وجود د غړو د زر تر زره برجسته کېدو لپاره په مصنوعي لاره پروټين کارول خو چې کله د خپل معالج ډاکټر لخوا خبر شو چې د بډوډو له دردونو او نورو ځينو ناروغیو سره په مصنوعي لاره د پروټينو د استعمال له کبله مخ شوی، ترک يې کړل او بیا یې کله ندي خوړلي.

دلته بیا د اندام ښکلا یا د باډي بلډينګ ورزش ځينې استادان په دې نظر دي چې که دغه مصنوعي پروټين د استاد په لارښوونه وخوړل شي کوم زیان نه لري، په کابل کې د ګولډ جیم د اندام ښکلا کلپ استاد جبار په همدې نظر دی خو دی بیا د یو بل څه ياني د هورمونونو د کارولو په اړه وايي چې شاګردان د هغوی په جانبي عوارضو خبروو او ترې منع کوو يې.

د استاد جبار په څېر ورزش کوونکو ته د هورمونونو د نه کارولو توصیه د زړه د ناروغيو معالج ډاکټر محب الله زغم هم کوي، ښاغلی زغم د هغو دوو ځوانانو کیسه راته کوي چې په ځوانه ځوانۍ د زړه د شديدې حملې ښکار شوي وو او علت يې هم د هورمونونو اخیستل وو.

د ورزش په نړيوالو قوانینو کې د دغو مضره موادو کارول یا په بله اصطلاح له مصنوعي لارې د بدني ځواک تر لاسه کول غېرقانوني او د ورزشي اصولو خلاف کار ګڼل کیږي او کاروونکی يې له لوبې شړل کیږي. ما ویل د دغو مواده خصوصاً د هورمونونو کارول ځوانانو ته نورې کومې ناروغۍ وراچولی شي نو د ډاکټر محب الله زغم ځواب و چې د هورمونونو په واسطه د وجود د غړو قوي کول پر عضلاتو فشار راوړي چې ښايي د معیوبیت ښکار شي او بله دا چې د هورمونونو په کارولو سره خصيې وړيږي، له کاره لويږي او امکان شته چې سړی له نارینتوبه یاني له اولاد پېدا کولو پاتې شي.

ښاغلي زغم د خپلو خبرو په ادامه وویل چې د هورمونونو کارول د انسان ویښته تویوي، ښځينه خواص پکې پېدا کوي او د هډوکو د ناروغیو تر څنګ د معدې سرطانونه پيدا کولی شي چې ښايي معده له کاره وغورځوي.

عتیق الله په ونه دنګ، د راوتلې سينې او د قوي مټو څښتن ځوان دی، دی وايي چې د پروټينو او هورمونونو په ځای طبیعي خواړه لکه هګۍ، کچالو، کیله، خرما او ځينې نور ګټور خواړه خوري چې د ده وجود له جانبي عوارضو بې غمه دی.

یادونه: ( تاندې څانګې ) د ځوانانو لپاره د ازادي راډیو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې نورګل شفق جوړوي، دا خپرونه هره شنبې ماسپښين 02:40 او تکرار یې هره سې شنبې سهار 10:30 خپريږي.

تاندې څانګې پر فیسبوک پيدا کړئ، پته ده:

http://Facebook.com/tandysangy

پر دې وېب پته دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې هم اورېدلی او لوستلی شئ:

http://www.azadiradio.org

او د نورګل شفق پر دې برېښنالیک پته هم خپل نظرونه راسره شریکولی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

تاندې څانګې

http://shafaqn@rferl.org