والټرشټاین مایراو مسعود بارزاني د سولې د هڅو د جاري ساتلو موافقه وکړه

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټرشټاین مایر او د عراق د کردستان د حکومت مشر مسعود بارزاني پرون [چهارشنبې] د سولې د هڅو د جاري ساتلو موافقه وکړه.

بارزاني او شټاین مایر پرون په ټیلیفوني خبروکې وویل چې د ترکیې حکومت او د کردستان د کارګرانو ګوند [P K K] باید په خپلو کې د سولې لړۍ له سره پيل کړي ځکه په ترکیه کې د ناکراریو پراختیا د افراطي ډلو په ګټه کار دی.

د ترکیې پارلمان پرون د اپوزیسیون په وړاندیزپه بیړنۍ غونډه کې د سوریې او عراق په خاوره کې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې پرمرکزونو د ترکیې د حملو او د پي کې کې د وسله والو پرضد د عملیاتو په اړه بحث وکړي.

په غونډه کې د ترکیې د ولسمشر پردې وړاندیزهم خبرې وشوې چې وايي، له وسله والو ډلو سره په اړیکو درلودو تورن سیاستوال باید له مجازاتو خوندي پاتې نه شي.