افغان صنعت کاران شکایت کوي چې ستونزو ته یې سمه پاملرنه نه کیږي

Your browser doesn’t support HTML5

افغان صنعت کاران شکایت کوي چې ستونزو ته یې سمه پاملرنه نه کیږي او په ځينو برخو کې یې د کار په وړاندې خنډونه ډير شوي دي. دوی وایي اوس هم ډير هغه مواد چې د هیواد د ننه تولیدیږي له بهره راواردیږي او دې کار د دوی تولیدات کم کړي دي. ایډیت: ولی سباوون، ویډیو او راپور: یوسف خان ځدراڼ