د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي چې له اروپايي اتحادېې سره یې په لوړه کچه، د خبرو د پيل موافقه وکړه.
جواد ظریف پرون [سه شنبه] په تهران کې د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست له مشرې فډریکا موغریني سره وکتل.
میرمن موغریني پرون تهران ته ولاړه څو د ایران او د ۶ قدرتمندو هېوادونو ترمنځ د اټمي موافقې پر پلې کولو خبرې وکړي.
دې پرون په تهران کې خبريالانو ته وویل چې د ایران اټمي موافقه ښايي په اړیکو کې یو نوی فصل پیل کړي. فډریکا موغریني زیاته کړه:
((دا موافقه د اټمي پروګرامونو په اړه ده خو تر اټمي مسللې پراخ امکانات برابرولای شي.
دا داسې معامله ده چې په اړیکو کې د نوي فصل پيل ته لاره خلاصولای شي.))
دې لوړ رتبه اروپايي ډیپلوماتې زیاته کړه چې د نوی فصل له پيل سره ښايي په سیمه کېد رقابت پر ځاي، د همکاریو د پراختیا لپاره نوي درک پیدا شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیرپه همدې خبرې غونډه کې وویل چې له اروپايي اتحادیې سره به د انرژۍ، بشري حقونو او تروریزم پرضد د مبارزې په اړه په لوړه کچه خبرې وشي.