د امریکا حکومت په افغانستان کې د طالبانو پرضد په مبارزه کې د همکارۍ لپاره، پاکستان ته ۳۳۶ میلیونه ډالر ورکړل.
د پاکستان مرکزي بانک پرون [سه شنبه] وویل، دا پيسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تروریزم پرضد د ګډې مبارزې د موافقې پر اساس ورکړ شوې دي.
د پاکستان حکومت په ۲۰۰۱ [میلادي] کال کې د تروریزم پرضد په مبارزه کې د امریکا په مشرۍ ائتلاف ته د ورګډیدو موافقه وکړه.
د امریکا حکومت د دې موافقې پر اساس، هرکال پاکستان ته یو نیم میلیارد ډالر ورکوي.