د افغانستان د حکومت او طالبانو پلاوی به د جمعې په ورځ په پاکستان کې سره وګوري.
دا خبر پرون [سه شنبه] اسوشیټیډ پرس اژانس د دوه لوړ رتبه پاکستاني چارواکو په حواله خپور کړی چې د مسالې د حساسوالي له امله یې نومونه پټ ساتل شوي دي.
دې چارواکو ویلي اسلام اباد د دې پلاوي د ورتګ لپاره د تیاري په وروستي پړاو کې دی.
د افغانستان حکومت د سولې لپاره د دې مذاکرو د دقیقې نیټې او ځای له څرګندولو ډډه کړې ده.