دفاع وزارت: د کوهستاناتو ولسوالۍ د بېرته نېولو لپاره هڅې روانې دي

د افغانستان د فاع وزارت وایي چې د سرپل د کوهستاناتو ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره د دوی هڅې روانې دي.

د دې وزارت مرستیال ویاند دولت وزیري د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې وسله وال طالبان له څو محدودو ساعتونو څخه زیاته ولسوالۍ نه شي نیولی او دوی به یې بېرته په شا وتمبوي.

په ورته وخت کې د سرپل امنیه قومندان وايي چې قومندان میراغا او اتلس تنه نور پولیس چې د کوهستاناتو د ولسوالۍ د نیولو پر مهال لادرکه شوي ول؛ ژوندي دي.

محمد عاطف حبارخیل ازادي راډیو ته ویل چې یادو کسانو ځانونه صیاد ولسوالۍ ته رسولي دي.

بل خوا د سر پل ولایت د کوهستاناتو د ولسوالۍ په سقوط سره ویل کېږي چې شا او خوا شپږ سوه کورنۍ له سیمې بې ځایه شوي دي.

د سرپل د ولایتي شورا رییس محمد نور د دغه خبرې په تاید سره په دې اړه اندېښنه ښودلې او له افغان حکومت او مرستندویه ټولنو یې غوښتي چې بې ځایه شویو کسانو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

د کوهستانانو ولسوالۍ له وسله والو مخالفینو سره د پرونیو جګړو په دوام نن سهار سقوط وکړ.

طالبانو هم ویلي چې کوهستاناتو ولسوالۍ د دوی لاس ته ورغلې ده.