د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون وايي، له حکومتي ارګانونو سره یې اړیکې ټینګې کړي چې د بچه بازۍ موضوع د جزا په قانون کې شامله کړي او جرم یې وګڼي.
د دې کمیسیون ویاند رفیع اله بیدار د سه شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، اوس هم د هېواد په ځینو ولایتونو کې د بچه بازۍ دود موجود دی.
د کورنیو چارو وزارت وايي، بچه بازي یو غیر اخلاقي عمل دی او تر اوسه پولیسو داسې ډیرې قضیې، عدلي ارګانونو ته سپارلې دي.
تفصیل د خان محمد سیند په راپور کې اورو:
Your browser doesn’t support HTML5