د عراق په دیاله کې د فوټبال لوبې پر مهال چاودنې ۴ کسان ووژل

د عراق په ناامنه دیاله ولایت کې پرون د فوټبال د لوبې پرمهال په بمي چاودنو کې لږترلږه څلور کسان ووژل شول.

عراقي امنیتي چارواکي وايي؛ د بغداد په ۷۵ کیلومتري واټن کې په ابوسعیده ښار کې د اماتور فوټبالرانو د فاینل لوبې په جریان کې درې بمونه وچاودېدل.

یوه امنیتي مقام وویل چې په دې چاودنو کې لس نور کسان هم ټپیان شوي دي. ویل کېږي چې په مړو او ټپیانو کې ښايي فوټبالران هم شامل وي.

د تحقیقاتو یوه امنیتي مامور ویلي دي چې بمونه د ګول شاته ایښودل شوي وو او ښکاري چې په ریموت کنټرول الوزول شوي دي.