پوټین د فوټبال نړېوال فدراسیون مشر سیپ بلاټر د نوبل جایزې وړ بولي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین وايي چې د فوټبال د نړېوال فدراسیون (فیفا) مشر سیپ بلاټر د ښې ادارې په خاطر؛ د نوبل جایزې وړ دی.

د کریملن په حواله، ولسمشر پوټین دا خبره د شنبې په ورځ د سویس یوه ټلویزون ته په مرکه کې کړې چې پرون خپره شوه.

سیپ بلاټر د فوټبال د نړېوال فدراسیون په کار کې؛ د اداري فساد د ادعاوو په اړه، د امریکا او سویس د ګډو څېړنو تر پیل وروسته، د خپلې استعفی اعلان وکړ.

سویسي څارنوالان د 2018 او 2022 میلادی کال د فوټبال د نړېوال جام د مسابقو د کوربه هېوادونو؛ روسیې او قطر د غوراوي په بهیر کې د مالي فساد او رشوت د ادعاو څیړنه کوي.