د ارمنستان د پلازمینې (یرووان) خلکو د برېښنا د نرخ د لوړېدو پر ضد اعتراض، بیا پيل کړ.
پولیسو پرون (دوشنبه) د دې لپاره چې اعتراض کوونکي د ښار مرکزي پارک ته ولاړ نه شي؛ سیمه په سمنټي بلاکونو بنده کړې وه.
د ارمنستان حکومت څه موده مخکې اعلان وکړ چې د برېښنا نرخ به د اګست له میاشتې؛ 16 فیصده لوړ شي.
اعتراض کوونکو د جمعې تر ورځې د لارو د بندولو کمپاین پیل کړی؛ څو پر حکومت د دې پرېکړې د بدلولو لپاره فشار راولي.