افغان ولسمشر، سید یوسف حلیم د سترې محکمې د رییس په توګه معرفي کړ

افغان ولسمشرمحمد اشرف غني نن سید یوسف حلیم د افغانستان د سترې محکمې د رییس په توګه معرفي کړ.

د جمهوري ریاست ویاند ظفرهاشمي ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلي حلیم نن د سترې محکمې د عالي شورا د غړي په توګه لوړه وکړه او بیا ولسمشر د سترې محکمې د مشر په توګه د محکمې کارکوونکو ته ور وپیژانده.

په همدې حال کې له ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه وایي چې ولسمشرپه دې مراسموکې د سترې محکمي مسوولینو ته ډاډ ورکړ چې نوموړی او حکومت یې د سترې محکمې د هلو ځلو او اصلاحاتو بشپړ ملاتړ کوي.

ښاغلی حلیم تردې وړاندې د عدلې وزارت په بېلابېلو برخو کې دندې ترسره کړي دي.