سید یوسف حلیم د سترې محکمې د عالي شورا د غړي په توګه لوړه وکړه

سید یوسف حلیم نن د افغانستان د سترې محکمې د عالي شورا د غړي په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله وایي، ممکن ښاغلی حلیم وروسته د ولسمشرله خوا د قاضي القضات په توګه وټاکل شي.

ښاغلی حلیم تیره میاشت له ولسي جرګې څخه د سترې محکمې د عالي شورا د غړي په توګه د باور رایه ترلاسه کړه.

نوموړې تردې وړاندې د عدليي وزارت په بېلابېلو برخوکې دندې ترسره کړې دي.

د سترې محکمې شورا نهه غړي لري چې د افغانستان د اساسي قانون په اساس د دې شورا غړي د ولسمشرله خوا معرفي او د ولسي جرګې له له خوا له رایې ورکولو وروسته په کار پیل کوي.