عبدالله: امنیتي چارواکي باید د روانو ناامنیو په اړه توضیحات ورکړي

Your browser doesn’t support HTML5

د افغان حکومت اجرایه رییس په ځینو سیمو کې امنیتي حالت کړکیچن وباله او له امنیتي چارواکو یې د توضحیاتو غوښتنه وکړه. عبدالله عبدالله نن ( دوشنبه ) د وزیرانو شورا په غونډه کې په ځینو سیمو کې وروستیو امنیتي پيښو ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې د کورنیو چارو او دفاع وزیران دې په دې اړه توضیحات ورکړي.