د ننګرهار ولایت په لعلپور ولسوالۍ کې د نړېوالو ځواکونو په هوايي حمله کې د یوه پاکستاني په ګډون پنځه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د دې ولایت دامنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال ازادي راډیو ته وويل چې یاد وسله وال تېره ورځ د دې ولسوالۍ په چکنور سیمه کې وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړڅه نه دي ویلي.